نن شپه د زرو میاشتو نه بهتره د قدر شپه ده

دا هغه شپه ده چې پدې شپه الله تبارک و تعالی د جبراییل امین په واسطه په حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د قران نزول پیل کړ.

68381
نن شپه  د زرو میاشتو نه بهتره د قدر شپه ده

نن شپه د قدر شپه ده . دا هغه شپه ده چې پدې شپه الله تبارک و تعالی د جبراییل امین په واسطه په حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د قران نزول پیل کړ.
الله تبارک و تعالی د قرانکریم د قدر په سورت کې ددې شپې د ارزښت او قیمت په اړه موږ ته زیری راکړی دی .
د هیواد د اسلامي چارو عمومي ریس محمد ګورمز د قدر د شپې په ویاړ په خپور کړي پیغام کې ټولې اسلامي نړۍ ته د مبارکۍ د ورکولو سربیره ویلي دي یو شمیر کسان غواړي چې د ظلم، شدت، وحشت، جنایتونو او د ضد بشري کړنو سره د مظلومیت په جغرافیې بدله کړي او زموږ پدې مبارک شپو او ورځو او سپیڅلو شیبو سیوري وغوړوي چې موږ باید دېته اجازه ورنکړو.
نوموړي ددې خبرې په ټیګار ویلي دي چې مسلمان روح باید پدې سختو شرایطو او حالاتو کې ژوندی وساتل شي.
محمد ګورمز په خپله پیغام کې یو ځل بیا د ټولې نړۍ په مسلمانانو او د وجدان خاوندانو غږ وکړ چې د قدر پدې بختورې شپه کې د غزې مظلومو خلکو، معصومو ماشومانو او ښځو ته چې د ظالمانو د بریدونو لاندې قرار لري دعا وکړي او دا مظلوم ملت د دعا نه هیر نکړي.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې ملي تلویزیون ټي آر ټي د قدر شپه د استانبول د سلطان احمد په جومات کې د ځانګړو مراسمو او د هیواد د اسلامي چارو د ریس محمد ګورمز په ګډون د ځانګړو خپرونې سره خپروي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه