د نړۍ د څلورو ګوډونو اسلامي عالمان په استانبول کې سره راټولیږي.

د ترکیې د دیني چارو عمومي ریاست د نړۍ د څلورو ګوډونو نه د اسلام د دین علماء استانبول ته رابللي دي

130162
د نړۍ د څلورو ګوډونو اسلامي عالمان په استانبول کې سره راټولیږي.

د نړۍ د څلورو ګوډونو اسلامي عالمان په استانبول کې سره راټولیږي.
د ترکیې د دیني چارو عمومي ریاست د نړۍ د څلورو ګوډونو نه د اسلام د دین علماء استانبول ته رابللي دي .
د ویلو ده چې د اسلامي علماو غونډه به درې ورځې دوام وکړي.
دا علما‌ء به د ولسمشر عبدالله ګل او لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره هم لیدنې وکړي.
د یادولو وړ ده چې په غونډه کې به په اسلامي نړۍ کې د روانو پیښو او حالاتو په اړه خبرې وشي. د هیواد د دیني چارو ریس په وینا په اسلامي هیوادونو کې د روانو حالاتو په اړه یواځې اندیښنه ښودل کافي ندي باید ددې ستونزو د حل په خاطر لازم ګامونه پورته شي.
غونډه د پنجشنبې په ورځ پيل او د خالي په ورځ پایته رسیږي.
په غونډه کې به د فلسطین، سومالیا او روسیې په ګډون د ۳۲ هیوادونو نه علما‌ء ګډون وکړي.
د هیواد ولسمشر عبدالله ګل د غونډې په لومړۍ ورځ به د غونډې ګډون کوونکو ته د روژه ماتې ورکړي.
همداشان غونډه به د لومړي وزیر اردوغان په پرانیست وینا پرانیستل شي.
غونډه به د خالي په ورځ د پریکړه لیک په خپرولو سره پایته ورسیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه