هیلري کلنټون ( د سختو انتخابونو ) په نامه دویم کتاب چاپ او خپور

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټون نوی کتاب خپور شو.

75752
هیلري کلنټون ( د سختو انتخابونو ) په نامه دویم کتاب چاپ او خپور

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټون نوی کتاب خپور شو.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټون د څلور کلنې دندې په موده کې د بیلابیلو پیښو او یادښتونو په اړه لیکلی ( د سختو انتخابونو ) په نامه دویم کتاب چاپ او خپور شو.
کلنټون د کتاب په سرمقاله کې لیکلي دي چې موږ ټول په ژوند کې د ډیرو سختو پریکړو سره مخامخ کیږو. په اصل کې ژوند د انتخاب نه عبارت دی. زموږ انتخابونه او د هغه پایلې ژوند ته شکل ورکوونکي عناصر دي.
د ویلو ده چې هیلري کلنټون په ۲۰۰۳ کال کې لیکلي د ژوندي تاریخ په نامه د کتاب په سر اته میلیونه ډالره ترلاسه کړي وو.
تمه کیږي چې د کلنټون دا کتاب هم په ډیر لوړه بیه وپلورل شي.
همداشان هیلري کلنټون به د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ او یا نه نوماندۍ په اړه د روان کال په وروستیو کې خبر ورکړي.
د بله پلوه په نظرسنجیو کې ویل کیږي چې هیلري کلنټون به په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشرۍ لپاره تر ټولو قوي نومانده وي.
هیلري کلنټون چې د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلنټون میرمن ده د ثناتورې ، د ولسمشر د نوماندۍ او د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دندې ترسره کړي دي . هیلري کلنټون د امریکا په وروستي کلن سیاست کې مهم رول لوبولی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه