د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1988269
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

تورکیې  د تاریخي پلوه د ځانګړي‌  اهمیت  نه برښمندې ټاکنې  د ډیموکراټیک بلوغ سره په ډیره ښه توګه ترسره کړې. د ټولې نړۍ په پلازمینو کې د تورکیې ټاکنې له نږدې تعقیب شوې. په تورکیه کې پدې ټاکنو کې د ۸۸ عشاریه ۹۲ سلنې پراخه ګډون سره یو ځل بیا  ملي‌ ارده  او د ډیموکراسي ځواک  ټولو ته وښودل شو. د ویلو ده  د مې په ۱۴ مه نیټه په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو ترڅنګ پارلماني‌ ټاکنې هم ترسره شوې. په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر اردوغان ۴۹ عشاریه ۵ سلنه او د هغه رقیب کمال قلچدار اوغلو بیا ۴۴ عشاریه ۵ رایو په ترلاسه کولو سره په دویم ځای کې ځای ونیو. ولسمشر اردوغان پدې ټاکنو کې د خپل رقیب نه ۵ فیصده ډیرې رایې ترلاسه کړې او غوڅ بری ترلاسه کړ. پدې ټاکنو کې د نوماندانو نه هیڅ یو هم مطلق اکثریت ترلاسه نکړ او ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.  

 همداشان د ولسمشر اردوغان په مشرۍ جمهور اتحاد په پارلماني‌ ټاکنو کې هم  د ۳۲۲ څوکیو په ترلاسه کولو سره غوڅ اکثریت ترلاسه کړ.

دا  پرمختګ ولسمشر اردوغان ته  د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو د ګټلو لپاره  درې مهم فرصتونه وړاندې کوي.

په پارلمان کې  اکثریت، لومړی او یو روښانه  فرصت او ښه چانس دی. ولسمشر اردوغان د دویم پړاو د ګټولو لپاره یواځې نیم فیصد رایو  تم اړتیا لري چې ددې فرصتونو سره په ډیره ساده او ښه توګه کولی شي‌ چې دا رایې ترلاسه کړي. د حقیقت په توګه، د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې د اردوغان په بالکوني وینا کې ټول شموله او په ځان باوري وینا د دې هوساینې څرګندونه وکړه. دا هم د دویم پړاو کمپاین لپاره یو ښه پیل و.

د تورکیې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو سیاستونو د ستراتیژیکو مطالعاتو بڼسټ د بهرني‌ سیاست مشر څیړونکي‌ پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پداسې حال کې چې ولسمشر اردوغان په ټاکنو کې ډیر لوی او ستر چانس ترلاسه کړی بل لوري‌ ته داسې ښکاري چې اپوزیسیون ډیری پیرامیټونو له لاسه ورکړي. هغه توقعات چې اپوزیسیون له ټاکنو مخکې په خپلو اکو خونو، نظرپوښتنو شرکتونو او ټولنیزو رسنیو کې پورته کړي وو، رای ورکوونکي او خلک د ډیرې سترې ناهیلۍ سره مخامخ کړي وو. اپوزیسیون تمه درلوده چې د پارلمان اکثریت هم ترلاسه کړي‌ او ټولو ته داسې ښودلې وه چې ولسمشریزې ټاکنې به هم د ۵۵ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره وګټي‌ او د ټاکنو لومړي‌ پړاو کې به اقتدار ته ورسیږي خو ټاکنو بهیر د هغوې د تمې او توقعاتو سره پرمختګ ونکړ.  رای ورکونکو د اپوزیسیون مشر د ولسمشرۍ نوماند کمال قلچدار اوغلو او د هغه ګوند جمهوریت خلق ګوند پر خلاف ډیر سخت عکس العمل وښود. د ټاکنو په شپه د اپوزیسیون د استازو څرګندونو یوازې خپل پلویان  ناراضه نه کړل. ددې تر څنګ ټول يي ناهیلې کړل. د ټاکنو د پایلو په اړه د امام اوغلو، یاواش څرګندونو او د پایلو د اعلانیدو نه مخکې کمال قلچدار اوغلو د تورکیې د ۱۳ م ولسمشر په توګه اعلانول په اصل کې د دویم پړاو لپاره د اپوزیسیون اعتبار ته ډیر ستر ګوزار ورکړ. مخالفین يي د لا سختو ستونزو سره مخامخ کړل. اپوزیسیون غواړي چې لکه د ټاکنو د لومړي‌ پړاو په څیر کمپاین چمتو کړي. هغه اپوزیسیون  د اردوغان برعکس، د دویم پړاو ټاکنو د کمپاین بهیر په لومړي ماښام له منفي څرګندونو سره  پیل کړ.

د ویلو ده چې د ټاکنو په شپه د ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلانیدو نه وروسته  مخالف مشر قلچدار اوغلو د خپلو دوو ښاروالانو او د خپل اتحاد د پنځو سیاسي‌ ګوندونو د مشرانو سره د کمرو مخې ته راڅرګند شو او یوه دقیقه او ۵۱ ثانیې څرګندونې وکړې . هغه  پدې موده کې پرته ددې چې  پر اردوغان نیوکې وکړي‌‌ او پر هغه تورونه پورې کړي‌ بل څه ونه ویل. هغه وویل چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې او دویم پړاو به خامخا وګټي.

همداشان د اپوزیسیون مشر لکه څرنګه چې  د ټاکنو د دویم پړاو ګټلو چانس يي کم دی په خپل ګوند کې مشري‌ هم د خطر سره مخامخ ده. کمال قلچدار اوغلو د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو نه یوه ورځ وروسته "زه دلته یم" تر عنوان لاندې یو ډیر تند ویډیو پيغام خپور کړ. سیاسي‌ شننونکي‌ پدې اند دي‌ چې د قلچدار اوغلو دا پیغام په اصل کې د ټاکنو د دویم پړاو لپاره نه بلکې په خپل ګوند کې د خپلې څوکۍ د حفظ په خاطر وو. د قلچدار اوغلو لپاره به دا ډیره ستونزمنه وي چې د ملت اتحاد ګوندونو رایې ورکوونکي دویم پړاو ته ورسوي.

که څه هم قلچدار اوغلو  ادعا کوي  چې  د ټاکنو په دویم پړاو کې به د ۴۴ سلنې ډیرې رایې ترلاسه کړي‌ . په اصل کې د جمهوریت خلق ګوند خپلې رایې ۲۵ سلنه دي‌ ، پاتې رایې هم د ۶ نورو سیاسي‌ ګوندونو دي‌ چې ددوې سره د ملت په اتحاد یا ټلواله کې یو ځای شوی‌ دي. سره ددې چې هغه د ولسمشر اردوغان پر خلاف ۴ ښي‌ اړخه ګوندونه د ځان سره یو ځای کړي‌ خو بیا هم ونه توانید.

 

د ویلو ده چې ښې اړخه ګوندونو د جمهوریت خلق ګوند سره د کړي‌ تفاهم په چوکاټ کې په پارلماني‌ ټاکنو کې ۳۴ یا ۳۵ وکیلان  ترلاسه کړل. خو د جمهوریت خلق ګوند  پلویان پدې باور دي‌ چې  ښي‌ اړخه ګوندونو لکه څومره چې وکیلان وګټل پدې اندازه يي په ولسمشرۍ ټاکنو کې ملت اتحاد ته رایې ندي‌ راوړي . د ویلو ده چې د ملت اتحاد د شریکانو نه د ښه ګوند مشرې مرال اقشنر وار د مخه ویلي‌ وو چې قلچدار اوغلو دا ټاکنې ګټلی نشي. داسې ښکاري‌ چې هغه پر حق وه. د بله پلوه قلچدار اوغلو په ټاکنو کې د باخت  سره سره په خپل ګوند کې خپل مشري‌ هم د خطر سره مخامخ کړې ده . په جمهوریت خلق ګوند کې د استانبول ښاروال امام اوغلو مخ په ځلیدو دی. همداشان دا هم معلومه نده چې ایا هغه به د ګوند د مشرۍ لپاره د انقرې د ښاروال منصور یاواش سره سیالي‌ وکړي‌ او که نه.

د ټاکنو بله مهمه پایله په سیاسي معادلاتو کې د ملتپالو رایه ورکوونکو وزن دی. تر ټولو لومړی، د ملت پالو غورڅنګ ګوند  په پارلماني‌ ټاکنو کې د لس سلنه رایو د ترلاسه کولو سره د نظر سنجیو شرکتونو ته ډیر غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. ټول يي حیران کړل. هغوې وړاند وینه کړې وه چې ملت پالو غورځنګ ګوند  د ۵ نه تر ۸ سلنه پورې رایې ترلاسه کړي‌ خو هغوې لکه د تل په څیر ټول حیران کړل. همداشان پدې ټاکنو کې ښه ګوند هم نږدې لس سلنه رایې ترلاسه کړې. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دریم نوماند سینان اوګان بیا ۵ عشاریه ۲ سلنه رایې ترلاسه کړې. اوګان هم په ټاکنو کې ډیری رایې د ملت پالو نه ترلاسه کړې دي.

د بله پلوه دې ټاکنو کې هغه ادعاګانې چې د خلکو ډیموکراتیک ګوند ډیرې زیاتې رایې لري‌ په ټاکنو کې یواځې ۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او پدې اړه يي ټولې‌ ادعاګانې  غلطې ثابتې کړې. همداشان پدې ټاکنو کې یوه بله خبره هم په ډاګه شوه ، هر ګوند چې د کین زرغون ګوند سره ملګرتیا وکړي‌ هغه به ګټه نه بلکې ضرر وکړي.

بې له شکه چې د مې د ۱۴مې د انتخاباتو ګټونکي اردوغان او د هغه په مشرۍ د عدالت او پراختیا  ګوند دی. د ۲۱ کلن واک د دروند بار  سره سره، د عدالت او پراختیا  ګوند تر ۳۵ سلنې  ډیرې رایې ترلاسه کړې. همداشان  د جمهور  اتحاد رایې بیا ۵۰  فیصدو ته رسیدلي او اکثریت يي ترلاسه کړی دی. د ویلو ده چې په د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې د مخالف ګوند په پرتله د ولسمشر اردوغان د ګټلو چانس ډیر زیات لوړ دی. همداشان پدې ټاکنو کې هم  د ولسمشر اردوغان نه د ملت پالو غورځنګ چې څه باندې لس فیصده رایه لري، له سره د رفاه ګوند چې ۲ عشاریه ۸ فیصده رایه لري‌ او د لوی یووالي‌ ګوند چې یو فیصد رایه لري‌ دوام وکړي. ټول د ولسمشراردوغان د بري‌ لپاره د خپل وس او توانه پورې کار کوي.

د ویلو ده چې په دویم پړاو کې د ولسمشر اردوغان ګټل به یو بل ریکاټ هم جوړ کړي. دا به لومړی ځل وي‌ چې یو مشر ۲۶ کاله په دوامداره توګه اقتدار کوي. دا به د تورکیې او نړۍ په تاریخ کې بې ساری وي.

د همدې امله هم د تورکیې دا تاکنې د تاریخي‌ پلوه د ځانګړي‌ اهمیت نه برښمندې دي.



اړوند خبرونه