د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پډې خپرونه کې د امریکا ، انګلستان او استرالیا  ترمنځه د لاسلیک شوي‌ تړون په اړه لنډ بحث کوو.

1709896
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د ویلو ده چې د امریکا ، انګلستان او استرالیا ترمنځه لاسلیک شوي نوي امنیتي‌ تړون  د چین او امریکا ترمنځه په اړیکو کې د ترینګلتیا نوی پړاو پرانیست.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو بڼسټ مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 د امریکا ، انګلستان او استرالیا ترمنځه لاسلیک شوی نوی امنیتي‌ تړون ( اکوس ) د هر څه نه مخکې مونږ ته په نړۍواله کچه د طاقت په رقابت کې پوځي‌ جبهې څه ډول شکل نیسي په اړه مونږ ته ډیر مهم معلومات راکوي.

عسکري‌ جبهه البته چې د مبارزې یواځې یوه برخه تشکیلوي.  سره ددې چې په اقتصادي‌ برخه کې  د روغې جوړې په اړه هڅې شتون لري‌ خو په پوځي‌ برخو کې هیڅوک خپل کار چانس ته نه پریږدي.

دا چې چین به د امریکا ، انګلستان او استرالیا دې ګام ته څه ډول ځواب ورکوي‌ دا ډیره مهمه خبره ده.

دا چې بیجینګ به په سوله ایزه توګه ددې مسئلې د حل هڅه وکړي‌ او یا متقابل ګام به اوچت کړي سره ددې چې پدې اړه څه ویل د وخت نه مخکې خبره ده خو داسې ښکاري‌ چې د دواړو لارو نه کار واخلي.

د چین د پرمختګ په حال کې ستراتیژۍ ته په کتو سره دا ډول چلند د هغوې د پالیسۍ ستون فقرات تشکیلوي. چین تل پرته ددې چې څوک وډاروي، یا ویره رامنځته کړي‌ او یا د چا سره جګړه وکړي خپل هدف ته ځان رسوي.

د اکوس تړون په مقابل کې د چین غبرګون ته په کتو سره د تمو او توقعاتو سره سم يي ددې ګام نه یواځې د بې مسئولیته یو ګام په توګه یادونه وکړه.

د ویلو ده چې استرالیا سمندري‌ خواکونه په  اټومي‌ تحت البحري‌  کښتیو سمبالول د چین لپاره د د یو څو  پلوه هم مهم دي‌   او هم  ستر تهدید دی.

لومړی که چیرې امریکا او انګلستان خپل استخباراتي‌ او پوځي‌ ځواکونه هند پسیفیک  سیمې ته راانتقال کړي‌ دا به پر چین د حرکت حلقه ښه پسې تنګه کړي.

دویم د استرالیا سمندري‌ ځواک  تعرضي‌ او دفاعي  پلوه  لوړول  د چین پر وړاندې پوځي‌ موازونو پیاوړي‌  کولو  او په سمندري‌ کچه د چین د پرمختګ کلاره کولو په معنا دي.

دریم د اکوس امنیتي‌ تړون د موجود مهار ځواک سره یوځای کول په اصل کې د چین د بریګرې ستراتیژۍ مخنیوی کوي.

څلورم ددې احتمال لوړ دی چې استرالیا په یو اټومي‌ طاقت بدل شي. که چیرې پاسنیو مسئلو ته په دقت وکتل شي‌ دا تړون د چین ډیری فعالیتونه محدودوي‌ او که چیرې  د جاپان او سویلي کوریا په څیر د سیمې د اکټورانو د موجودیت سره یو ځای يي په اړه فکر وشي  د چین په مقابل کې یو هر اړخیز توازن رامنځته کیږي.

پداسې یو حساس وخت کې د ټایوان مسئلې اهمیت هم لوړیږي. کیدای شي‌ چې د ټایوان مسئله چین او د اکوس د تړون غړي‌ د پوځي‌ پلوه د یو بل سره مخامخ کړي.

د ویلو ده چې ددې ډول ستراتیژۍ په مقابل کې البته چې چین هم  لاس تړی ندی او ځیني‌ انتخابونه لري. ددې انتخابونو نه تر ټولو مهم يي  د یو لا اګرسیف سیاست غوره کول او لا زیاتو وسلو ته مخه کول دي. همداشان د شمالي‌ کوریا په څیر د نړۍوال سیستم نه بهر اکټورانو په لا سترو او قوي‌ وسلو سمبالول دي. همداشان په لرې سیمو کې د امریکا لخوا د رامنځته شوو تشو ډکول او د اکوس تړون مقابل کې د یو بل بهرني‌ اتفاق رامنځته کول دي.

د ویلو ده چې د اکوس د امنیتي‌ تړون نه سمدلاسه وروسته ایران ته د شانګهای د سازمان پوره غړیتوب ورکړ شو چې دلته هم دا پوښتنه پيدا کیږي‌ چې ایا دا پرمختګ تصادفي وو او که د چین عکس العمل وو. دې اقدام د امریکا په مقابل کې د تهران لاس قوي‌ کړ.

همداشان د چین لپاره دویم بدیل د اکوس د تړون د غړیو نه تر ټولو په ضعیفه حلقې فشار راوستل دي. یعنې استرالیا د فشار لاندې نیول دي. د ویلو ده چې چین د اکوس د تړون نه سمدلاسه وروسته په غیرې رسمي‌ توګه استرالیا ته خبرداری ورکړ .

د نړۍوالو مسایلو په اړه د چین د حکومت لیدلوری خپرونکې د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې یوه مقاله نشر کړې وه. پدې مقاله کې راغلي‌ وو استرالیا د چین په مقابل کې په لاسلیک کړي‌ تړون کې د ګډون سره که چیرې د چین په مقابل کې هر ډول پوځي‌ اقدام وشي چین به يي په ان واحد کې ډیر سخت ځواب ورکړي. پرته د ځوابه به يي پرنږدي.

همداشان پدې مقاله کې یوه پوښتنه شوې وه چې ایا د یوې  نړۍوالې جګړې او کډوډۍ   په مقابل کې څوک ډیر مقامت کولی شي؟ چین که روسیه؟

دې مقالې ته په کتو سره داسې ښکاري‌ چې چین دې مسئلې  ته په نړۍواله کچه د قوت او طاقت د رقابت په سترګه ګوري.

دلته پوښتنه داده چې نړۍوال سیستم کې جدي‌ تغیرات رامنځته شوي‌ دي. د قوتونو توازن د بدلون په حال کې دی. ایا دا بدلون به یو ځل بیا د سترو او خونړیو جګړو شاهدي‌ وکړي‌ او که پرته د جګړې به ترسره شي؟

ددې پوښتنې ځواب به مونږ ته وخت راوښايي.



اړوند خبرونه