په ترکیه کې ګرځندوی

په ترکیه کې ګرځندوی

1218135
په ترکیه کې ګرځندوی

 

 په ننۍ خپرونه کې تاسې ته  په ترکیه کې  د علم ، فرهنګ  او تاریخ د ټاټوبي  د قونیې د ښار  په اړه  لنډ معلومات درکوو.

د ترکیې د قونیې ولایت  د مرکزي اناتولیا په سیمه کې  موقعیت لري. دا ښار په ترکیه کې  د تاریخ، علم ، کولتور او فرهنګ  له پلوه تر ټولو د مهمو مرکزونو نه  یادیږي.

دا  ښار  چې په اصل کې د ترک او اسلام د نامتو عالمانو نه  د مولانا جلال الدین د ښار په توګه  یادیږي  ډیر بډایه تاریخ  لري.

د ترسره شوو څیړونو په پایله کې معلومه شوې اټکل کیږي چې  په قونیه کې  د میلاد نه ۹۰۰۰ کاله مخکې  خلک ځای په ځای شوي  او ژوند پکې پیل شوی دی. ددې ښار لرغونوالی  د میلاد نه ۹۰۰۰ کاله مخکې ته  رسیږي.

د ویلو ده چې  د قونیې  د ښار مرکز ته ډیر نږدې  پرته  د چاتال په نامه  ستره  ټپه  تر ننه پورې کشف  شوې  تر ټولو  سړه  او د پخوانیو دورو اړوند  استوګنځای  مرکز  دی.

ویل کیږي  په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره  د خوړو  کولتور ، کرنه، اور نه استفاده، په ګډه توګه ژوند کول  او د وحشتي حیواناتو په مقابل کې په ګډه توګه  مبارزه او د ځان نه دفاع  د چاتال په نامه  د استوګنې پدې  لرغوني مرکز کې شوی  دی.

په قونیې ښار  د میلاد نه مخکې  هیتیتیانو، فریګیانو، لیدیایانو، پارسانو  او مقدونیایانو  حکمداري کړې ده .

وروسته  د روم  او بیا د عربانو تر کنټرول  او حکمدارۍ لاندې راغلی دی. همداشان  اناتولیا ته د ترکانو د تګ نه وروسته  او د سلجوقیانو  د دولت نه وروسته  دا سیمه  د عثماني دولت لخوا ونیول شوه  .

د قونیې ښار  نن  ورځ د نړۍ  یو زیات شمیر  بیلابیلو مدنیتونو کوربه توب کوي. پدې ښار کې  نن ورځ هم  ډول ډول تولیدات کیږي. دا ښار د مختلو هنري اثارو کوربه  هم  دی.

په قونیې ښار کې د میلاد نه  د ۳۵۰۰ کلونو مخکې  د سپڅلي مکان  د نښو او نښانو او پاتو شونو  لیدل  د امکان وړ دي.

سربیره  پر دې  په اناتولیا کې  د مسیحیانو تر ټولو  تاریخي  کورونه او کلیساګانې هم  پدې ښار کې  شتون لري.

 

د قونیې ښار چې د سلجوقیانو د امپراتورۍ  د پلازمینې په توګه پاتې شوې ده  د وریښمو د لارې د پاسه  د موقعیت له امله  تل  د ستر تجاري مرکز په توګه  پاتې شوی دی.

پدې ښار کې  د اسلامي مدنیت اړوند  په سلګونو مهم  اثار  شتون لري. سربیره  پر دې  یو زیات شمیر  ډیر مهم اسلامي علماء  او متفکرین  پدې ښار کې  میشت شوي دي او ژوند يي کړی دی.

د قونیې په ښار کې د سلجوقیانو  د دولت  د پاچاهانو، وزیرانو، مهمو تاریخي شخصیتونو مقبرې او زیارتونه، ډیر مهم  اثار  ، جوماتونه  او مدرسې  شتون لري.

د ۱۳ مې پیړۍ  تر ټولو  د مهم  شاعر، عالم  او صوفي  مولانا جلال الدین رومي  پدې ښار کې  اوسیدلی  او  پدې ښار کې د نړۍ نه سترګې پټې کړي دي. همداشان  د مولانا زیارت  او مقبره هم  پدې ښار کې  ده.

سره ددې چې د مولانا د مړینې نه  په سلګونو کلونه تیریږي خو نن ورځ هم  هغه په ټوله نړۍ کې د خپلې مفکورې او روښانه  لیدلوري  له امله یادیږي، د هغه اثار  او اشعار  لوستل کیږي.

هره ورځ  د نړۍ د ګوټ ګوټ نه  په زرګونو  کسان  د مولانا د مقبرې  زیارت  کوي. د مولانا د موزیم  ننداره کوي.

د مولانا جلال الدین رومي  په زیارت  او موزیم  کې  د درویشانو کوټې، سماخانه، د شبې عروس حوض، جومات  شتون لري. همداشان پدې موزیم  کې  د مولانا لخوا لیکل شوي قلمي کتابونه، مهم  اثار ، د هغه  خصوصي توکي، تولې  او داسې نور نندارې ته وړاندې شوي دي.

د مولانا  په موزیم کې یو ډیر مهم  کتابتون هم  شتون لري. پدې کتابتوب کې  د سلجوقیانو، قهرمان اوغلولر  او عثمانیانو د دورې اړوند  څه باندې  ۴ زره  قلمي اثار  شتون لري. دا اثار  نن ورځ د محقیقنو د څیړونو  لپاره  دجیتل شوي دي او هر سړی کولای شي چې  په ډیرې راحتۍ ترینه استفاده وکړي.

قونیې ښار په اصل کې د جوماتونو، سرایونو او مدرسو ښار دی.

همداشان  د مولانا  استاد  نامتو ایراني  عالم  شمس تبریزي  مقبره  او جومات هم  په قونیې ښار کې  شتون لري.

د شمس تبریزي جومات، ایپلیکچي جومات، شرف الدین جومات، شیخ سیف الدین قونیوي جومات، علاوالدین جومات، عزیزیه جومات  ددې ښار  تر ټولو د مهمو  او لویو جوماتونو نه  شمیرل کیږي. دا جوماتونه هر یو په ځانګړو ځانګړتیاوو  جوړ شوي دي.

همداشان  د قره تای مدرسه، اینجه مناره  مدرسه، سرچالي مدرسه، اوبروک سرای، زازادین سرای، پاموک چو سرای، د صاحب اتا کمپلکس، د محمد پاشا کمپلکس ددې ښار  د مهم  تاریخي  اثارو نه  یو څو  دانې دي.

 

د ویلو ده چې  د قونیې ښار  د اروپا تر ټولو  د لویې تروپيکل  د پټنګانو  د باغچې خاوند  ښار  دی. دا باغچه  چې  ۸۰۰۰ متر مربع سیمه کې جوړه شوې ده  د لسګونو ډولونو پټنګانو  او تروپيکل  بوټو کوربه توب کوي.

د قونیې ښار  د مسیحیانو  لپاره هم  ځانګړی اهمیت لري.

پدې ښار کې  په ۳۰۰ کلونو کې جوړه شوې  د ایه الینا کلیسا  د مسیحیانو د مهمو  مرکزونو نه  شمیرل کیږي.

د ویلو ده چې  قونیې ښار  په کاله کې  د څه باندې ۳ میلیونو تنو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کوي.

په ځانګړې توګه  د مولانا د تلین  یا شب عروس  پر مهال  د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د سلګونو زرو تنو  سیلانیانو  کوربه توب کوي.

که چیرې  کله مو لار قونیې ته برابره شوه  نو  د مولانا د کولتور مرکز، موزیم، د علاوالدین تپې لیدنه  هیره نکړۍ.

همداشان  قونیې ښار  د خوړو په برخه کې هم  ځانګړی شهرت لري. ددې ښار  خوندور خواړه  په بل کې ځای کې موندلی نشۍ.



اړوند خبرونه