واقعي مسلمان چاته ویل کیږي؟ د واقعي مسلمان ځانګړتیاوې څه دي؟

اځۍ چې وګورو چې قران او د اسلام ستر پیغبر سردار کاینات حضرت رسول اکرم محمد صلی الله علیه وسلم مسلمان څه ډول تعریف کړی دی . د مسلمان په اړه د هغوې لید او نظر څه دی؟ مسلمان اصلي ځانګړتیاوې څه دي؟

434112
واقعي مسلمان چاته ویل کیږي؟ د واقعي مسلمان ځانګړتیاوې څه دي؟




راځۍ چې وګورو چې قران او د اسلام ستر پیغبر سردار کاینات حضرت رسول اکرم محمد صلی الله علیه وسلم مسلمان څه ډول تعریف کړی دی . د مسلمان په اړه د هغوې لید او نظر څه دی؟ مسلمان اصلي ځانګړتیاوې څه دي؟
مسلمان د الله تبارک و تعالی په شتوالي او یووالي، د هغه په پیغمبرانو، په ملایکو، په کتابونو ، د اخرت په ورځ ، په خیر او شر چې د الله له لورې دی او د مرګ نه وروسته په راژوندي کیدو باندې د زړه له تله ایمان راوړونکي ته وايي.
مسلمان هغه چاته ویل کیږي چې خپل رب ته صادقه وي، تسلیم وي، کړه وړه او ټول ژوند يي د الله تبارک و تعالی د احکامو او پیغمبر ص د سنتو سره سم وي. مسلمان هغه چاته ویل کیږي چې په زړه او ژبه د ایمان راوړولو د تصدیقولو نه سربیره خپل ټول ژوند او کړه وړه د الله د احکامو سره سم کړي.
لکه څرنګه چې د اسلام دین ته نوم پخپله د الله له لورې ټاکل شوی دی د مسلمان نوم هم مونږ ته د الله له لورې راکړل شوی دی . دا نوم په قران کې ذکر شوی دی .
که چیرې په قرانکریم کې هغه ایتونو ته ځیر شوو چې د مسلمان د ځانګړتیاوو نه بحث کوي ، ښه او سالم یو مسلمان چاته ویل کیږي په اړه هر څه په ډاګه دي.
د قرانکریم د ایتونو له مخې یو مسلمان باید څه ډول ځانګړتیاوې ولري په لاندې ډول دي.
مسلمان یواځې خپل رب ته عبادت کوي ، هغه ته د تسلمیت سر ټیټوي، هر څه یواځې د هغه نه غواړي او یواځې د هغه نه ډاریږي. د الله تبارک و تعالی ډیر زیات ذکر کوي او په هغه تکیه کوي.
مسلمان خپل لمونځ په خشوع او خضوع کې صحي سالم ادا کوي او لمونځه نه قضا کوي. په عباداتو کې تنبلي نکوي.
زکات ورکوي، هغه ته د ورکړ شوي مال او دولت نه د احتیاج خاوندانو برخه جلا کوي او په هغوې د هغوې برخه ویشي. په فقر او بډاینه کې یواځې او یواځې الله یادوي او هغه په لاره کې مصرف کوي.
خلک ښیګنې ته هڅوي او د بدو اعمالو نه ډډه کوي او نور هم ترینه منع کوي.
قتل چې الله تبارک و تعالی مطلق حرام بللی نکوي او ځان او نور ترینه لرې ساتي. د افتراع ګانو نه ډاریږي او زنا نه ډډه کوي. امانت نه خیانتوي او په خپلو ژمنو وفا کوي.
حقیقي توګه شاهدي کوي او د عبس شیانو او لا او لهب نه مخونه اړوي.
عصیان نکوي او تل صبر نه کار اخلي. قهر او غضب نه کار نه اخلي او بښنه د هغوې اصلي عادت وي.
اصراف او سختي نکوي او د اعتدال نه کار اخلي. د الله د ایتونو نه د یادونې په وخت کې پرې سترګې او غوږونه نه پټوي بلکې زړونه يي لرزي.
همداشان د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په خپلو احادیثو کې مسلمان داسې تعریفوي.
پیغمبر ص په خپل یو حدیت شریف کې فرمایلي دي چې حقیقي مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان د هغه د لاس او ژبې نه په امان کې وي .
پیغمبر ص د احادیثو په رڼا کې ویل شوي دي چې مسلمان هیڅوخت امانت نه خیانتوي، حرام شیانو ته لاس نه اوږدوي، د حرامو پر لورې په تللې لار اصلآ نه ځي. هیڅوخت بې ګناه ساه لرونکو ته زیان نه رسوي، په هیچا ظلم نکوي او خپله ژبه په درواغو نه چټلوي.
د یادولو وړ ده چې په ترکي ژبه کې یو متل دی چې لاس ، ملا او ژبې خیال دې ساته . چاته زیان نه اړوه
همداشان پیغمبر ص فرمایلي کامل مسلمان هغه څوک دی چې کوم شی چې د ځان لپاره غوره کوي هغه د خپل بل مسلمان ورور لپاره هم غوره کړي.
دې ځانګړتیاوو ته په کتو سره یو مسلمان باید د زه د کلمې پر ځای زمونږ کلمه غوره کړي. مسلمان باید د یو بل په قیمت، اهمیت، قدر ښه پوه شي. د یو بل سره د الله د رضا په خاطر مینه وکړي. د په غم او ښادي کې د یو بل سره ځان شریک وبولي.
مسلمان د باور وړ یو چا ته وايي. مسلمان هغه چاته ویل کیږي چې په هره برخه کې نورو ته اعتماد او باور ورکړي او د نورو د اعتماد او باور وړ وي. د مسلمان هدف باید یواځې او یواځې د الله ښه بنده ګي وي. مسلمان په هر کار کې د الله تبارک و تعالی د رضا د حاصلولو لټه کوي. په خپل کار او خبرې کلک ولاړ وي.
د الله د حق سربیره د نورو او د الله د بنده ګانو د حقونو هم خیال ساتي. هیڅوخت يي د خولې نه غلطه او ناسمه خبره نه وځي. کوم کار چې ترسره کوي هغه په صداقت او صحي ډول سره ترسره کوي. د نورو سره مرسته کوي. د خیر په کار کې بيړه کوي.
د ګناه او حرامو نه ډډه کوي. د ګناه د ترسره کولو په وخت کې د جهنم په اور کې د سوځیدو په څیر احساس کوي.
د خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ساتي. د ګاونډي د حق خیال ساتي.
سوچه مسلمان د حیا خاوند ته وايي. د ریاکارۍ نه ځان لري ساتي. په ښېګڼه کې د هر چا نه مخکې منډي وهي او چاته بدي نه رسوي.
یو مسلمان په صالحو اعمالو سینګار د یو ښه او سلیم قلب خاوند ته وايي. مسلمان تل په ښو اخلاقو، مردۍ، فضلیت او ښکلا سینګار وي. د هغه اعمالو نه چې د ایمان او الله د اوامر سره په ټکر کي وي لرېوالې غوره کوي.
د یو مسلمان زړه تل د شفقت، مرحمت، الفت او محبت نه ډک وي. د مسلمان په زړه کې کبر، کینې، نفرت، شدت او دښمنۍ ته ځای نشته .
یو مسلمان پوړولي، ناورغ، بوډاګانو، مظلومانو او دردوړو ته د مرستې لاس اوږدي. ددوې سره مرسته خپل دنده بولي. د یتیمانو مال ته په بده سترګه نه ګوري د هغوې پر سر د شفقت او مرحمت لاس راکاږي.
یو مسلمان په خپل لاس کې موجود ثروت نه بلکې د نورو سره مرستې ته خپل اصلي ثروت وايي.
په پای کې الله تبارک و تعالی ته دعا کوو چې په مونږ او تاسو ټول د یو واقعي مسلمان د ټولو ځانګړتیاوو نه برښمند کړي. مونږ او تاسو ټولو ته د یو واقعي مسلمان په توګه ژوند کول او مرګ راپه نصیب کړي.



اړوند خبرونه