د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پیل شوه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم ګډون کړی و، په افغانستان کې د طالبانو حکومت استازو ګډون ندی کړی.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تیرې خالي په ورځ د یو بیان په خپرولو سره پدې غونډه کې د ګډون نه ډډه وکړه. طالبانو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي، که چیرې د ملګروملتونو سازمان او نړۍوالې ټولنې لخوا ددوې غوښتنې ونه منل شي ، دوی به پدې غونډه کې ګډون ونکړي.
د بله پلوه په قطر کې د افغانستان سفیر هم خبري رسنیو ته ویلي دي چې ، پدې غونډه کې په سمبولیکه توګه د طالبانو د استازو ګډون ، کومه ګټه نلري. هغه ویلي دي پداسې حال کې چې طالبان په افغانستان بشپړ واک په اختیار کې لري د میلمه په توګه يي پدې غونډه کې ګډون بې معنا دی. نړۍواله ټولنه باید په مخامخ ډول د طالبانو سره خبرې وکړي او د موجودو ستونزو پر سر خبرې وکړي.
دا غونډه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته لومړنۍ نړیواله غونډه وه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ګډون څخه انکار وکړ.
د افغانستان د موقت حکومت د سیاسي چارو مرستیال عبدالکبیر د جنورۍ په ۲۵مه په خپله وینا کې اعلان وکړ چې دوی د افغانستان په اړه په هغه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو له خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړېږي، بلنه ورکړل شوې ده.
د ویلو ده چې د طالبانو ادارې ته د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو له خوا په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته بلنه نه وه ورکړل شوې.