د افغانستان په بدخشان ولایت کې د ریښتر په کچه ۶.۴ درجې په شدت سره زلزله وشوه.
د افغانستان لویه برخه زورورې زلزلې ولړزوله
2087483
د افغانستان په بدخشان ولایت کې د ریښتر په کچه ۶.۴ درجې په شدت سره زلزله وشوه.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې اعلان کړی چې نن پنجشنه د جنوري ۱۱ مه نيټه د افغانستان په بدخشان ولایت کې په ځايي وخت د ماسپخین په ۱ بجه او ۵۲ دقیقو د ریښتر په کچه د ۶.۴ درجې په شدت سره زلزله رامنځته شوه .زلزلې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالۍ وه.
زلزله د بدخشان د شاوخوا ولایتونو سربیره په کابل او حتا ننګرهار ولایتونو کې هم احساس شوې ده .
ویل شوي، چې دغه زلزله د ځمکې لاندې د ۲۰۶ کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
په داسې حال کې چې د زلزلې ټکانونه په پلازمېنه کابل او د افغانستان په شمالي ولايتونو او ګاونډيو هېوادونو اوزبیکستان، تاجکستان او پاکستان کې هم محسوس شوي، خو تر اوسه د زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.