ایراني‌ کارپوهان د افغانستان د هلمند سیند د اوبو د سرچینو نه د لیدنې په خاطر سیمې ته تللي‌ دي

په افغانستان کې د هلمند سیند سرچینه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د "اوبو د حق" په سر د جنجالونو او ناندریو لامل ګرځیدلې، د لومړي ځل لپاره د ایراني کارپوهانو له خوا وڅیړل شوه.

2024097
ایراني‌ کارپوهان د افغانستان د هلمند سیند د اوبو د سرچینو نه د لیدنې په خاطر سیمې ته تللي‌ دي

په افغانستان کې د هلمند سیند سرچینه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د "اوبو د حق" په سر د جنجالونو او ناندریو لامل ګرځیدلې، د لومړي ځل لپاره د ایراني کارپوهانو له خوا وڅیړل شوه.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دې اړه ویلي دي‌ چې ،

"ایراني کارپوهانو د دهراود په سیمه کې چې د هلمند سیند سرچینه بلل کیږي تحقیقات ترسره کړي. دا لومړی ځل دی چې ایراني‌ کارپوهانو ته  د افغانستان له لورې د حق آبې د سرچینې د څیرولو په خاطر اجازه ورکول کیږي ."

ایراني چارواکي یادونه وکړه چې کارپوهان لا هم د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دي او ژر به خپل راپورونه چمتو کړي.

د هلمند سیند د بابا له غرونو څخه  چې د افغانستان په بامیان ولایت کې د هندوکش د غرونو دوام دی دی سرچینه اخلي.  د ۱۱۰۰ کیلومتره مزل نه  وروسته، د سیند اوبه د ایران او افغانستان په  پوله کې د هامون جهيل ته تویږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو پر سر د اوبو ستونزه په ۱۹۷۳ کال کې د شوې هوکړې له مخې حل شوه.

د دې هوکړې له مخې، افغانستان ژمنه کړې چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه اوبه د «په عادي شرایطو کې» ایران ته ورکوي. په داسې حال کې چې ٢٢ متر مکعبه د "اوبو په اړه د ايران د حق" په توګه تعريف شوي، ٤ متر مکعب د ايران په وړاندې د افغانستان د " حسن نیت " په توګه ټاکل شوى دى.

له دې سره سره په تړون کې دا هم ویل شوي چې د وچکالۍ په وخت کې به ایران ته بهېدونکي اوبه په ثانیه کې تر ۲۶ مترمکعبه کمې وي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله ایران ته د ورتلونکو اوبو د کمښت د تهران اداره اندېښمنه ​​کړې ده.

دواړه هیوادونه چې پدې وروستیو کلونو کې د جدي‌ وچکالۍ سره مخ دي‌ . پداسې حال کې چې د طالبانو حکومت وايي چې دوې د ایران سره د حق آبې تړون ته ژمن دي خو ایران بیا پر افغانستان تور لګوي‌ چې دوې ته ددوې حق اوبه نه ورکوي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره استدلال کاوه چې په سیمه کې د وچکالۍ له امله د هلمند سیند په کجکي بند کې اوبه نشته، نو ایراني لوري ته اوبه نه رسېږي، ایران ویلي چې یو تخنیکي پلاوی باید له بند څخه لیدنه وکړي او دا وضعیت تایید کړي. خو طالبانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د روان کال  د مې په اتلسمه نېټه سيستان بلوچستان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ د اوبو په اړه د طالبانو حکومت ته ګواښونه وکړل.

هغه وويل: "که زموږ کارپوهان د اوبو کمښت تاييد کړي، موږ نور د ویلو لپاره څه نلرو، که نه نو موږ به اجازه ورنکړو چې زموږ د خلکو حقونه تر پښو لاندې شي. زه د افغانستان واکمنانو ته اخطار ورکوم چې ايران ته دې سمدستي د اوبو حق ورکړي."



اړوند خبرونه