امریکايي استازي به   په قطر کې د  طالبانو د  د استازو سره لیدنه وکړي.

امریکايي استازي به   په قطر کې د  طالبانو د  د استازو سره لیدنه وکړي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کړې ده.

2016769
امریکايي استازي به   په قطر کې د  طالبانو د  د استازو سره لیدنه وکړي.

 امریکايي استازي به   په قطر کې د  طالبانو د  د استازو سره لیدنه وکړي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، امریکايي چارواکي به روانه اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له چارواکو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له «تخنیکي متخصصینو» سره وګوري. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې به پر اقتصاد، امنیت، د ښځو پر حقونو، د نشه یي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې په اړه خبرې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل ​​ویلي، چې دغه لیدنه او غونډه د طالبانو د په رسمیت پیژندو، د اړیکو د نورمالولو او  یا مشروعیت ورکولو په معنا نده، یواځې په افغانستان کې به د بشري حقونو نه د تیریو او د طالبانو د حکومت لخوا ښځې او انجونې  په ټولنه کې د تجرید کولو په اړه خپلې اندیښنې په مکرر ډول طالبانو ته وړاندې کړو.  پټېل وويل: " د  طالبانو په قبال کې د امريکا په تګلارې کې کوم بدلون نه ندی راغلی. موږ ډېر روښانه وایو چې له طالبانو سره به په مناسبه توګه خبرې اترې وکړو کله چې دا زموږ په ګټه وي."

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان ۲۰ کاله وروسته بیا واک ته ورسېدل.


پيوندونه: #قطر , #طالبان , #امریکا

اړوند خبرونه