داعش ترهګرې ډلې د بدخشان د والي په مرستیال د برید مسئولیت په غاړه واخیست
داعش ترهګرې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو لخوا د ټاکل شوي مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.
1996540
داعش ترهګرې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو لخوا د ټاکل شوي مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.
داعش ترهګرې ډلې په خپل ټولنیزه میډیا پاڼه کې په خپور کړي یوه بیان کې د پرونۍ برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دبدخشان ولایت مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د فیض آباد ولسوالۍ د محکمې څلورلارې کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د ویلو ده چې د روان کال د مارچ په نهمه نیټه د طالبانو د موقت حکومت د بلخ ولایت والي محمد داوود مزمل د خپل کار په دفتر کې په یوه بمي برید کې ووژل شو، چې مسوولیت یې د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.
وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسید داعش د طالبانو پر غړو او ملکي وګړو خپل بریدونه زیات کړي دي.