طالبانو د اروپايي هیوادونو نه په افغانستان کې د خپلو سفارتخانو د بیرته پرانیستو غوښتنه وکړه.

متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن او ورسره پلاوي سره په کندهار ولایت کې وکتل.

1954390
طالبانو د اروپايي هیوادونو نه په افغانستان کې د خپلو سفارتخانو د بیرته پرانیستو غوښتنه وکړه.

 طالبانو د اروپايي هیوادونو نه په افغانستان کې د خپلو سفارتخانو د بیرته پرانیستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اروپايي ټولنې له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن او ورسره پلاوي سره په کندهار ولایت کې وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپل ټویټر پاڼه  کې د غونډې د محتوا په اړه څرګندونې کړې دي.

احمد د متقي  له قوله وويل چې د افغانستان او اروپايي ټولنې د هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ښه کېدو لپاره بايد لازم ګامونه پورته شي او د اروپايي ټولنې هېوادونه دې وهڅول شي چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانيزي.

احمد دا هم یادونه وکړه چې متقي له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو له امله مننه وکړه.

د طالبانو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي نیکلسن ویلي چې  طالبان  واک ته  له راتلو سره په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ګامونه اخیستل شوي دي.

نیکلسن دا هم ویلي چې دوی به له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولنې هېوادونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه هغه مهال په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل کله چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول.



اړوند خبرونه