په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د سړې هوا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.

په افغانستان کې د سړې هوا او یخنۍ له امله د ځاني تلفاتو شمیره نوره هم لوړه شوه

1934841
په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د سړې هوا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.

په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د سړې هوا له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.

د طالبانو د موقت حکومت طبیعي پیښو د رسیدو په چارو کې  د دولت وزارت د یو بیان په خپرولو سره د وروستیو پیښو په اړه معلومات ورکړي دي.

په بیان کې ویل شوي دي چې په تېرو ۸ ورځو کې په ټول هېواد کې د ژمي د موسم د خرابېدو له امله ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د بیړنیو عملیاتو د مرکز مسئول مولوي عبدالله محمدي وویل:«د لومړنیو معلوماتو له مخې په بادغیس، غزني، نیمروز، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریاب کې د واورې اورښت او سړې هوا له امله ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدي دا هم ویلي چې په ټول هیواد کې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ژمي د موسم له پیل راهیسې په نشه يي توکو ۴۵ روږدي کسان په سړکونو کې ژوند کولو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې د کاروبار د نشتوالي او خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي له امله د  خلکو یوه لویه برخه  په ژمي کې د سوند موادو لکه لرګیو او ډبرو سکرو ته لاسرسی نلري.

برسېره پر دې، په کلیوالو سیمو کې د رسمي ریکارډ نشتوالی دا احتمال زیاتوي چې د سړې او سختې یخنۍ له امله ځاني تلفاتو شمیره د ښودل شوي رقم نه لوړه وي.

د ترانسپورت ستونزې، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې، د بشري سازمانونو لپاره ستونزمن کوي ​​​​چې اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.



اړوند خبرونه