د افغانستان په لسو ولایتونو کې د راوتلو  سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۳ تنو ته لوړ شوی دی.

په افغانستان کې سیلابونو په لسګونو تنو ژوند اخیستی دی

1858963
د افغانستان په لسو ولایتونو کې د راوتلو  سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د راوتلو  سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د طالبانو د موقت حکومت طبیعي پېښو ته د رسیده ګۍ  د وزارت ویاند مولوي محمد نسیم دهقاني ویلي، د سېلابونو له امله د ځاني او مالي تلفاتو شمیره چې ډیری په ختیځو ولایتونو کې رامنځته شوي دي د پام وړ لوړه شوې ده .

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د میدان وردګو، پکتیکا، ننګرهار، نورستان، پروان، پنجشیر او پکتیا په ګډون په لسو ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو له امله ۲۳ تنه مړه او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې په سېلابونو کې له ۲۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا دوه زره څاروي له منځه تللي دي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې سېلاب ځپلو سيمو ته لومړنۍ مرستندويه ډلې لېږل شوي او لومړنۍ بشري مرستې رسېدلي او مرستندويه موسسې به سيمې ته لا زياتې مرستې ورسوي.

ویلو ده چې ددې سیلابونو له امله  د ښارونو  يو شمېر عمومي سړکونه د سختو زیانمیدو له امله د ترانسپورت پر مخ تړل شوي ، خو ويل شوي چې د لارو د خلاصولو لپاره ټيمونه کار کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې د هېواد په ٢٠ ولايتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله تر ٩٠ زيات کسان مړه او ١٢٠ نور ټپيان شوي دي.



اړوند خبرونه