په افغانستان کې د پکتيکا ولايت د ګيان او برمل ولسواليو زلزله ځپلو کليو ته د بشري مرستو رسول پيل شول.
په افغانستان کې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ پيل شوې ده
په افغانستان کې د پکتيکا ولايت د ګيان او برمل ولسواليو زلزله ځپلو کليو ته د بشري مرستو رسول پيل شول.
له مځکنیو لارو څخه سیمې ته د مرستو رسول خورا ستونزمن دي چې د همدې امله بشري مرستې لومړی پلازمینې کابل او شاوخوا ولایتونو ته او له هغه ځایه د چورلکو په واسطه زلزله ځپلو سیمو ته استول کیږي.
د زلزلې له امله له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته لیږل شوې بشري مرستې چورلکو په واسطه زلزله ځپلو سیمو ته استول کیږي. د تېرې ورځې په اوږدو کې په مرستو بار یو زیات شمیر چورلکې د ګيان ولسوالۍ په مرکز کې ښکته شوې.
د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د ادارو او مختلفو نړیوالو غیردولتي موسسو لخوا زلزله ځپلو سیمو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي، کمپلې او طبي سامانونه استول شوي دي.
د ویلو ده چې د تورکیې سرې میاشتې له ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، د بشري حقونو او ازادۍ د بشردوستانه مرستو بنسټ هم پر ۵۰۰ کورنیو ګرم خواړه وویشل.
د طالبانو د ادارې د روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد، د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی او یو شمیر لوړ پوړي چارواکو سیمې ته سفر کړی او ویلی یې دی چې مرستې به زیاتې شی.
د طالبانو د ادارې د روغتیا وزارت د نړیوالو نادولتي موسسو په مرسته په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیايي معاینات پیل کړل.
د دې ترڅنګ په ټول افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولو کمپاین پیل شو.
ډیری زلزله ځپلو خلکو ویلي چې د دوی په کورونو کې سامانونه هم تر خاورو لاندې شوي او دوی په عاجله توګه خوراکي توکو او خیمو ته اړتیا لري.
د پکتيکا والي اعلان وکړ چې د ژغورنې چارې پای ته رسېدلي او د نړیدلو کورونو په د خاورو او ګټو د پاکولو په لړۍ پیل شوی دی.