په هرات او هلمند کې چاودنو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په هرات کې د لوبو په میدان کې چاودنه شوې
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پرون جمعه د اپریل د میاشتې لومړۍ نیټه د ماښام په ساعتونو کې د هرات ولایت د جبرییل په ولسوالۍ کې د لوبو په یو میدان کې چاودنه وشوه.
د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د چاودیدونکو موادو پر مټ چې په میدان کې خښ شوي وو رامنځته شوې ده .
د پيښې ټپيان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ټپیانود روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.
ددې برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې څیړنې پیل کړي دي. دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی خو هر څه ژر به معلوم او د خپلو اعمالو په سزا به ورسول شي.
د بله پلوه د افغانستان په هلمند ولایت کې هم د ناچاودیدونکو مرمیو د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲ تنه نور ټپيتان شوي دي.