د نوروز د جشن نه په منځنۍ اسیا او اناتولیا کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې وشوې
نوی کال یا نوروز جشن چې په ترکي جغرافیه کې د پسرلي د پیل زیری ورکوي د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
نوی کال یا نوروز جشن چې په ترکي جغرافیه کې د پسرلي د پیل زیری ورکوي
د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. د ژمي د میاشتو نه وروسته د طبعیت د بیا راژوندي کیدو سمبول نوروز د منځنۍ اسیا نه تر انتاتولیا او نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډیره ځانګړې توګه لمانځل کیږي.
د چینايي منابعو له مخې نوروز د میلادی نه مخکې د دریمې پیړۍ راهیسې د هونيیانو لخوا د نوي پیل او نوې ورځې په توګه لمانځنې کیدې. د همدې امله ویلی وو چې ددې د نوروز لرغوالی د میلاد نه مخکې دریمې پیړۍ ته رسیږي. نوروز د منځنی اسیا د هیوادونو لپاره یو ډیر مهم جشن او دود دی.
نوروز جشن چې په تیرو دوو کلونو کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله په سمه توګه نه وو لمانخل شوی سږ کال ورته ځانګړې اماده ګي ګانې نیول شوي دي.
د نوروزي دسترخوانونه جوړیږي او لږ تر لږه ۷ ډوله خواړه برابریږي.
ټول د یو لا پربرکته او خوشحاله کال په خاطر دعاګانې کوي.
د ویلو ده چې د نوروز نه په ځانګړې توګه په ایران، تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، اذربایجان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرغیزستان، افغانستان ، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو کې لمانځل کیږي.
د ویلو ده سره ددې چې د نوروز ورځ هر کال په افغانستان کې د ډیرو ځانګړو جشنونو او دولتي مراسمو سره لمانځل کیده خو سږ کال د طالبانو لخوا په رسميتوګه ددې ورځې لمانځل منع شوي دي. هیوادوال کولی چې په انفرادي توګه ولمانځي.
هر کال به د افغانستان په شمال کې د مزار شریف په ولایت کې د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې په روضه کې د حضرت علي جنډه جګیده خو سږ کال بیا په رسمي توګه دا ورځ ونه لمانځل شوه.
په افغانستان کې د تیرو څو لسیزو راهیسې به د نوي کال ورځ عمومي رخصتي وه خو سږ کال طالبانو دا رخصتي لرې ده.