د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو هیئت سبا ناروې ته سفر کوي
د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ یو هیئت د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د افغانستان په اړه په جوړیدونکې کنفرانس کې د ګډون په موخه ناروې ته سفر کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ یو هیئت د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د افغانستان په اړه په جوړیدونکې کنفرانس کې د ګډون په موخه ناروې ته سفر کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پرون د سرپرست بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ هیئت ناروې ته د سفر نه مخکې ددې کنفرانس په اړه غونډه وکړه. په غونډه کې د ناروې د سفر او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو خبرې وکړې او سفر ته خپل اماده ګي وښوده.
د بله پلوه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبانو ته د جنوري د ۲۳ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه په اوسلو کې په جوړیدونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده .
ویل کیږي پدې ناسته کې به د طالبانو د استازو سربیره د افغانستان د مدني ټولنو او نړۍوالو ټولنو استازیو هم برخه واخلي.
طالبانو هیئت به ناروې حکومت، بعضو متحدو هیوادونو او ملکي ټولنو د استازو سره لیدنې وکړي.
ناروې دا نده ویلې چې پدې ناسته کې به د کومو هیوادونو استازي ګډون وکړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه جدي اندیښنه ښودلې او پدې هیواد کې پدې وروستیو کې د رامنځته شوو پيښو او تحولاتو نه چې په میلیونونو تنه ترینه اغیزمن شوي دي د یو ستر بشري ناورین په توګه یادونه وکړه.
وزیرې وویل چې طالبانو ته پدې ناسته کې بلنه ورکول او یا د هغوې سره لیده کاته هغوې ته د مشروعیت ورکولو او یا د رسمیت پیژندو په اړه هلې ځلې ندي یواځې د افغانستان د اداره کوونکو سره په روان وضعیت او بد بشري حالت خبرې کول دي.
هغې وویل چې په افغانستان کې بشري ناورین ته باید اجازه ورنکړو. د سیاسي بحران د لا ژورتیا چې لا سترو فلاکتونو ته زمینه برابروي باید مخه ونیسو.