په افغانستان کې په میلیونونو تنه د ولګې له امله د جدي ناروغیو د ګواښ سره مخامخ دي
د انګلستان مرستندویه ټولنې : په سږني ژمي کې به په افغانستان کې په میلیونونو تنه د ولګې له امله د ډیرو جدي ناروغیو ښکار شي
په افغانستان کې په میلیونونو تنه انسانان د ولګې او په کافي توګه د خوړو د نه ترلاسه کولو له امله د جدي ناروغیو د ګواښ سره مخامخ دي.
دا خبره په انګلستان کې مرستندویه ټولنو په ترسره کړو څیړونو کې کړې ده .
یاد شوو مرستندویه ټولنو خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې په سږني ژمي کې ۸ میلیونه تنه د ولګې س له امله د جدي ناروغیو د ګواښ سره مخامخ دي.
د ویلو ده چې د روان کال د اګست په ۱۵ مه نیټه د طالبانو لخوا ټول افغانستان د نیولو نه وروسته یو زیات شمیر مرستندویه هیوادونو پدې هیواد خپلې مرستې بندې کړې.
د نړۍوالو مرستو د بندیدو نه وروسته پدې هیواد کې د ناوړه اقتصادي وضعیت لا پسې خراب او خلک د جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په افغانستان کې دولتي کارکوونکو چې پخوا به يي تنخواګانې د نړۍوالې ټولنې لخوا ورکول کیدې پدې هیواد د نړۍوالو مرستو د بندیدو له امله د تیرو څو میاشتو راهیسې تنخواګانې ندي ترلاسه کړي.
د همدې امله خلک ښه پسې د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي. په نړۍ کې یو زیات شمیر مرستندویه ټولنو چې پخوا به يي د دولتونو نه فنډ ترلاسه کولو اوس خپل ټول پام فردي مرسته کوونکو ته اړولی دی.
یو زیات شمیر نړۍوالې مرستندویه ټولنې پدې هیواد کې د جدي بشري ناورین په اړه اندیښمن دي او خبرداری ورکوي.