د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .
په کابل کې چاودنه شوې
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نن سې شنبه د دسمبر ۱۴ مه نیټه د پلازمینې کابل د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده چې له امله يي یو تن مړ او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت په وینا دا چاودنه د سړک په اړه د ځای په ځای شوې ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
چاودنه د ټانک لوګر په سیمه کې رامنځته شوې ده . پدې پيښه کې یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د تیرې جمعې په ورځ هم په کابل کې درې پرله پسې چاودنې شوې وې.
د تیرې جمعې په ورځ کابل ښار لویدیځ لوري ته درې چاودنې شوې وې چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تیرې جمعې د ورځې د چاودنو مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.