طالبانو دوی ته تسلیم شوي د داعش ترهګرې ډلې ۶۵ تنه غړي وبښل.
طالبانو ته تسلیم شوي په لسګونو تنو داعشیان وبښل
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د کوټ او بټي کوټ په ولسوالیو کې ۶۵ تنه د داعش ترهګرې ډلې غړي طالبانو ته تسلیم شول.
د ننګرهار مقاماتو ویلي دي چې د کوټ او بټي کوټ په ولسوالیو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د داعش ترهګرې ډلې ۶۵ تنه غړي استخباراتي ارګانونو ته ځانونه تسلیم کړل.
ویل کیږي تسلیم شوو داعشیانو چې پښیماني ښودلې ده د طالبانو لخوا ورته بښنه شوې ده .
طالبانو ویلي دي چې تسلیمي داعشیان په راتلونکې کې یو ځل بیا د داعش سره د نه یو ځای کیدو او وسلو د نه اخیستو په شرط بښنه شوې ده .
که چیرې نوموړي په راتلونکې کې د داعش ترهګرې ډلې سره یو ځای شي او یا وسلې اوچتې کړي په ډیره سخته جزا په محکوم کړی شي.
د ویلو ده چې د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته داعش خپلو بریدونو ته زور ورته کړی دی.
داعش ترهګرې ډلې د اکتوبر په اتمه نیټه په کندوز ولایت کې او یوه اونۍ وروسته بیا په کندهار ولایت کې د شیعه ګانو پر جوماتونو پرله پسې چاودنې او بریدونه وکړل چې په نتیجه کې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همداشان داعش ترهګره ډله په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځ کې پر طالبانو هم بریدونه کوي.