افغانستان په شمال کې په جوزجان ولایت کې د واده په یو هوټل کې چاودنه شوې ده .
په جوزجان کې د واده پر هوټل بمي برید شوی
1713774
د افغانستان په شمال کې په جوزجان ولایت کې د واده په یو هوټل کې چاودنه شوې ده .
د جوزجان ولایت نه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د اقچې په ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال شوې ده .
د جوزجان ولایت مسئولینو د پیښې پخلی کړی دی .
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هلال بلخي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن خالي ورځ د مازیګر په ساعتونو کې د اقچې په ولسوالۍ کې په د واده په هوټل د لاسي بم برید وشو.
هغه ویلي دي چې برید په ناوې خونې شوی دی. پدې برید کې ناوې ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخي ویلي دي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا برید د شخصي دښمنۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
د پیښې په اړه پراخه تحقیقات پيل شوي دي.