د کابل د هوايي ډګر د پرانیستو په اړه مهم پرمختګ
د کابل هوايي ډګر کیدای شي چې سبا د داخلي الوتنو پر مخ پرانیستل شي
د کابل نړۍوال هوايي ډګر چې د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د هر ډول الوتنو پر مخ تړل شوی وو د سبا نه په اعتبار سره د داخلي پروزاونو پر مخ پرانیستل کیږي.
د رویټرز خبري اژانس د الجزیزې له قوله لیکلي دي چې د کابل هوايي ډګر به د جمعې د ورځې نه په اعتبار سره د داخلي پروازونو پر مخ پرانیستل شي.
په خبر کې راغلي دي چې کیدای شي د نړۍوالو پروازونو پيلیدل لږ وخت ته اړتیا ولري.
د ویلو ده چې تیره ورځ د قطر د هوايي کرښو اړوند یوې الوتکې د کابل هوايي ډګر له سره د الوتنو پر مخ د پرانیستو په خاطر تخنیکي ډله کابل ته انتقال کړه.
دا تخنیکي ډله چې د قطر او ترکیې د متخصصینو نه جوړه ده په هوايي دګر کې به څیړنې وکړي او دا هوايي ډګر به د داخلي او خارجي پروازونو ته چمتو کړي.
د قطر یو تن چارواکي د نوم د ښودلو په شرط د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې د قطر او ترکیې یوه تخنیکي ډله د قطر د هوايي کرښو اړوند په الوتکه کې تیره ورځ کابل ته ورسیده.
هغه ویلي دي چې دا ډله د افغانستان د غوښتنې له مخې کابل ته تللې ده . دا ډله به د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او امنیت په مسئلو هم د طالبانو سره خبرې وکړي.