امریکا : دقیق معلومات ترلاسه شوي چې داعش د کابل هوايي ډګر ترڅنګ پر ملکي وګړو د برید پلان لري
امریکا متحده ایالتونو یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې داعش ترهګرې ډله د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې د خونړیو بریدونو د ترسره کولو هڅه کوي.
د امریکا متحده ایالتونو یو تن جګپوړي او اګاه مقام د سي ان ان خبري شبکې ته ویلي دي داسې کره او دقیق معلومات ترلاسه شوي دي چې د داعش ترهګره ډله د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ په راټولو شوو ملکي وګړو خونړیو بریدونو ته چمتوالی نیسي.
د بله پلوه په کابل کې د امریکا سفارت د خپلو ټولو هیوادوالو نه غوښتي دي چې په فعلي شرایطو کې د ډیرو قوي امنیتي ګواښونو له امله دې د کابل هوايي ډګر ته د تګ نه او یا بیروني دروازې ترڅنګ د دریدو نه ډډه وکړي.
همداشان د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر مریس پين هم په یوې خبري غونډه کې ددې قوي ګواښونو نه یادونه وکړه.
هغه وویل چې د کابل د هوايي ډګر په شاوخوا کې پر ملکي او بې ګناه وګړو د خونړیو بریدونو د ترسره کیدو په اړه راپور ترلاسه کړی دی.
هغه په افغانستان کې د استرالیايي وګړو نه غوښتنه وکړه چې ددې متداوم تهدید له امله دې د کابل د هوايي ډګر د بیروني برخو نه ځانونه لرې وساتي.
همداشان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن هم تیره ورځ خبرداری ورکړی وو چې داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې داعش ترهګرې ډله د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ پر ملکي وګړو او بهرنیو ځواکونو د خونړیو بریدونو پلان لري.