په سلګونو افغان پوځیان د لسګونو الوتکو او چورلکو سره اوزبیکستان ته اوښتي دي

د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته  په سلګونو تنه پوځیانو د لسګونو چورلکو او الوتکو سره ګاونډي هیواد اوزبیکستان ته پناه وړې ده .

1692449
په سلګونو افغان پوځیان د لسګونو الوتکو او چورلکو سره اوزبیکستان ته اوښتي دي

د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته  په سلګونو تنه پوځیانو د لسګونو چورلکو او الوتکو سره ګاونډي هیواد اوزبیکستان ته پناه وړې ده .

دا خبره د اوزبیکستان لوی څارنوالۍ کړې ده . د اوزبیکستان لوی څارنوالۍ ویلي‌ دي چې د اګست په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو د افغانستان ۵۸۵ تنه پوځیان د هوايي ځواکونو اړوند د ۲۲ پوځي الوتکو او ۲۴ پوځي‌ چورلکو سره اوزبیکستان ته راوښتي‌ دي.

د بله پلوه د افغانستان د هوايي ځواکونو اړوند څه باندې ۲۰ تنه سرتیري‌ د دوو پوځي‌ چورلکو سره اوزبیکستان ته اوښتي‌ او د افغانستان پولې ته نږدې د سرخان دریا په سیمه کې د مالوچو په پټو کې ښکته شوي‌ دي.

د نوموړو چورلکو فلمونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي‌ دي. په فلم کې ښکاري‌ چې  د چورلکو د ښکته کیدو نه وروسته سیمه ایز مسئولین سیمه ته رارسیږي‌ او د سپرلۍ نه د هغوې د روغتیايي حالت په اړه پوښتنه کوي.

افغان پوځیان ورته ځانونه پیلوټان معرفي‌ کوي.

اوزبک مسئولین ترینه پوښتنه کوي‌ چې دلته څه کوۍ او ولې مو دلته چورلکې ښکته کړې؟ د افغان پوځیانو نه یو په اوزبیکي‌ ژبه ځواب ورکوي چې په افغانستان کې جګړه ده او طالبانو ټول هیواد ونیو او مجبور شو چې دلته پناه راوړي. بله چاره يي نه درلوده.

وروسته اوزبک مسئولین د هغوې سره یو ځای په چورلکو کې سپریږي‌ او چورلکې هوايي ډګر ته بیايي.

همداشان د اوزبیکستان لوی څارنوالۍ ویلي دي‌ چې د افغانستان د هوايي ځواکونو یوې الوتکې چې غوښتل د خان آباد په هوايي ډګر کې ناسته وکړي‌  د اوزبیکستان د هوايي ځواکونو اړوند یوې میګ ۲۹ الوتکې سره د جنیګدو نه وروسته سورخان دریا په سیمه کې سقوط کړی دی.

پیلوټانو په پراشوټ کې ځایونه غورځولي دي او ژوندي‌ ژغورل شوي‌‌ دي.

د بله پلوه ۱۵۸ تنو افغانانو د امو د سیند نه په لامبو د تیریدو نه وروسته اوزبیکستان ته پناه وړې ده.

د اوزبکستان لوی څارنوالۍ ویلي دي چې د نوموړو ۱۵۸ تنو په منځ کې چې د امو سیند نه په لامبو اوزبکستان ته په غیرې قانوني‌ توګه راتیر شوي‌ دي تحقیقات پيل شوي‌ دي.

همداشان بعضو خبري‌ رسنیو ادعاء کړې ده چې د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشیم دوستم هم اوزبیکستان ته پناه وړې ده .



اړوند خبرونه