طالبان : نه غواړو چې د کابل ته په زور او جګړې سره داخل شو

په افغانستان کې طالبانو د نږدې ټول هیواد د نیولو نه وروسته د پلازمینې کابل دروازو ته رسیدلي‌ دي.

1691359
طالبان :  نه غواړو چې د کابل ته په زور او جګړې سره داخل شو

 

طالبانو مشرتابه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په  خپلو جنګیالیو غږ کړی دی چې تر څو کابل ته داخل نشي. په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې پلازمینه کابل خورا ګڼ میشته او ستر ښار دی، طالبانو نه غواړي‌ چې دې ښار ته په زور او جګړې سره داخل شي. د کابل ښار د مسالمت امیزه تسلمیدو په خاطر د حکومت سره خبرې روانې دي ترڅو د انتقال پروسه په سوله ایز توګه ترسره شي. طالبانو ډاډ ورکړی دی چې  د هیچا سر ، مال او عزت ته به هیڅډول زیان نه رسیږي او د کابل ښاریانو په ژوند کې به هیڅډول ستونزه رامنځته نشي.

په اعلامیه کې په ټولو طالبانو غږ شوی دی چې د کابل په دروازو کې ودریږي‌ او ښار ته د ننوتو هڅه ونکړي. طالبانو ویلي دي‌ چې د انتقال د پروسې پورې د کابل امنیت او مسئولیت د حکومت په غاړه دی. همداشان طالبانو ویلي دي‌ چې د هیچا نه د غچ اخیستو او انتقام اخیستو نیت نلري‌ او د حکومت ټول پوځي‌ او ملکي‌ مامورین بښل شوي‌ او په امن کې دي.

د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال ویلي‌ دي‌ چې په سوله ایزه توګه د کابل د واک د انتقال پریکړه شوې ده . د کابل واک به یوې عبوري‌ ادارې ته چې ګمان کیږي هر څه ژر وټاکل شي‌ وسپارل شي.



اړوند خبرونه