د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو ویدیويي پیغام له لارې ملت ته وینا وکړه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو ویدیويي پیغام له لارې ملت ته وینا وکړه.
هغه وویل چې د هیواد په وروستي وضعیت ډیر ښه اګاه دی. هغه زیاته کړه چې زمونږ هڅه داده چې د هیواد بې ځایه شوو هیوادوالو ته لازمه رسیده ګي وګړو.
د امنیتي ځواکونو د میړنې او زړورتیا قدرانی کوم چې د خپل ولس او وطن نه د دفاع په لاره کې د قوي هوډ سره دریدلي دي. د افغانستان د خلکو نه هم مننه کوم چې د خپلو امنیتي ځواکونو نه يي قوي ملاتړ کړی دی.
هغه وویل چې په اوسني وضعیت کې زمونږ لومړیتوب د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سره انسجام دی او پدې اړه جدي اقدامات به ترسره کړو.
هغه وویل زه ډیر ښه پوهیږم چې تاسې د خپل موجود وضعیت او راتلوونکي په اړه اندیښنه لرۍ خو د ستاسې د ولسمشر په توګه تاسې ته ډاډ درکوم چې زما تمرکز په هیواد کې د لا زیات تاوتریخوالي او تشدد مخه ونیسو.
هغه وویل چې زه د خپل تاریخي رسالت او دندې په توګه هڅه کوم تر څو اجازه ورنکړو چې په افغانستان تحمیل شوې او تپل شوې جګړه کې له امله لا زیات ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړي، تیر شل کلنې لاسته راوړنې د لاسه ورکړو او دولتي تاسیسات د ضرر وویني.
په همدې پار د دولت د دننه د ټولو سیاسي مشرانو او هیواد رهبرانو او نړۍوالو شریکانو سره مو مشورې پیل کړي او په چټکۍ سره دوام لري او پایلې به يي هر څه ژر د ټولو هیوادوالو سره شریکې کړو.
هغه وویل چې ما تل د افغانستان سرلوړي ، آبادي او د نړۍ سره سیالي غوښتې ده او غواړم او پدې لاره کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.