په غزني ښار کې د هاوان برید ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د غزني په ولایت کې د هاوان په برید کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
1688681
د غزني ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن سې شبنه د غزني ولایت د لومړۍ حوزې په سیمه کې د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي د طالبانو لخوا راتوغول شوی هاوان مرمۍ د ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې لګیدلی دی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او د درملنې لاندې نیول شوي دي. هغه ویلي دي چې پدې برید کې د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم اوښتي.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.