د افغانستان ولسمشر د امریکا د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
1679320
د افغانسان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره ټیلیوني خبرې وکړې.
ولسمشر بایدن پدې ټیلیفوني خبرو کې وویل چې هیواد به يي د افغانستان نه ملاتړ دوام وکړي. هیواد يي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې او ملاتړ ته ژمن دی.
بایدن ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې افغانان باید په ګډه د هیواد د سولې او امنیت او خپلو امنیتی ځواکونو ملاتړ وکړي.
ددې ترڅنګ د شل کلونو لاسته راوړنې حفظ او ساتنه وکړي. هغه د افغانستان سره په اقتصادي او ډیپلوماتیکو برخو کې پر مرستې ټینګار کړی دی.