په هلمند ولایت کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې
د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې چاودنه شوې
1673724
د افغانستان د هلمند په ولایت کې پر ملکي وګړي خونړۍ چاودنه وشوه.
د هلمند ولایت نه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن دوشبنه د چنګاښ ۲۱ د سهار په ساعتونو کې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې د بم چاودنه وشوه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنه ملکي وګړي مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د پیښې ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته انتقال شوي دي.