خلوصي اکار: د کابل د هوايي ډګر مسئولیت ترکېې ته د سپارولو په اړه خبرې اترې دوام لري
خلوصي اکار : د کابل د هوايي ډګر د مسئولیت د اخیستو په اړه ترکیې ځیني شرطونه وړاندې کړي چې ددې شرطونو د منل کیدو په صورت کې به دا مسئولیت ومني
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د افغانستان د کابل د هوايي ډګر د امنیت مسئولیت د په غاړه اخیستو په اړه خبرې اترې دوام لري.
اکار قیزغیزستان او تاجکستان ته د خپل رسمي سفر او مهمو پیښو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
اکار د خپلو سفرونو په تړاو وویل چې ډیر ښه او ګټور سفرونه وو . ډیره توده میلمه پالنه او خلوص شتون درلود. قیرغیزستان او تاجکستان دواړو ډیره ښه میلمه پالنه وکړه چې د زړه له کومې ترینه مننه کوم.
هغه د افغانستان د پلازمینې کابل د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر د امنیت د مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویل چې " ترکیې ته ددې هوايي ډګر د امنیت او فعاله ساتلو د مسئولیت د سپارولو په اړه مذاکرات او خبرې اترې دوام لري. ترکیه دا لومړی ځل ندی چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت مسئولیت په غاړه اخلي. ترکیه د تیرو ۶ کلونو راهیسې ددې هوايي ډګر د امنیت مسئولیت په غاړه لري.
خو د افغانستان نه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د وتو نه وروسته ددې مسئولیت د اخیستو لپاره ترکیې ځیني شرطونه وړاندې کړي دي. د ترکیې ولسمشر ښاغلي اردوغان د ناټو سازمان د مشرانو په سرمشریزه کې خپل شرطونه د ناټو سازمان د مشرانو سره شریک کړل. که چیرې د ترکیې لخوا وړاندې کړي شرایط ومنل شي ترکیه ددې مسئولیت د په غاړه اخیستو ته چمتو ده. په همدې اړه د یو زیات شمیر هیوادونو سره د تماس په حال کې یو.
هغه وویل چې د کابل د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر فعاله او پرانیستی پاتې کیدل ډیر زیات مهم دي. ټول پدې خبره ډیر ښه پوهیږو. د کابل د هوايي ډګر د غیرې فعالیدو او یا امنیت په اړه د ستونزې په صورت کې نړۍ په افغانستان کې خپل سفارت خانې تړي چې دا به افغانستان په یو ډول انزوا بدل کړي. د نړۍوالو اړیکو په خاطر دا هوايي ډګر باید پرانیستی او فعاله وي.