خلیلزاد: د طالبانو د شدت د دوام په صورت کې به امریکا افغان حکومت نه ملاتړ ته دوام ورکړي
زلمي خلیلزاد د جرمني، ازبکستان، تاجکستان او قطر نه وروسته افغانستان نه لیدنه وکړه
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د طالبانو لخوا د سولې د نه کولو په صورت کې به امریکا د افغانستان د موجود حکومت نه ملاتړ ته دوام ورکړي.
خلیلزاد ویلي دي د افغانستان د سولې په اړه نړۍواله اجماع رامنځته شوې ده .
هغه خبرداری ورکړی چې د طالبانو لخوا د سولې د نه کولو په صورت کې به امریکا د افغانستان د موجود حکومت نه ملاتړ کولو ته دوام ورکړي.
هغه ویلي دي چې د افغانستان سیاسي مشران په هیواد کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې د پایته رسولو په خاطر د رامنځته شوي دې فرصت نه باید په ډیره ښه توګه استفاده وکړي. نړۍواله ټولنه به هم د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
هغه په افغانستان کې سیاسي یووالی یو مهم شرط وباله.
د ویلو ده چې د زلمي خلیلزاد د سولې د هلو ځلو په چوکاټ کې جرمني، قطر، ازبکستان ، تاجکستان او افغانستان ته سفرونه وکړل.
پداسې حال کې چې په افغانستان کې د یو پلو نه د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر د سولې هلې ځلې دوام لري د بله پلوه په افغانستان کې د شدت او تاوتریخوالي کچه تر هر وخته لوړه شوې ده .
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په تیرو ۲۴ د هیواد په یو زیات شمیر برخو کې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو او مخامخو نښتو کې د څه باندې ۲۵۰ تنو طالبانو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
طالبانو هم د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې بریدونو ته زور ورته کړی دی.
همداشان تیره ورځ جرمني، فرانسې، انګلستان، امریکا ، ناټو سازمان او یو زیات شمیر هیوادونو د طالبانو نه هر څه ژر روان تاوتریخوالي ته د پای د ټکي ایښودو غوښتنه وکړه.