د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې دوه جلا جلا چاودنې شوي دي.
په جلال آباد کې دا ځل په یوې ښځینه ډاکټرې برید وشو
د ننګرهار د پولیسو ویاند فرید خان خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن پنجشبنه د سهار په ساعتونو کې د جلال آباد په ښار کې دوه جلا جلا چاودنې شوي چې په نتیجه کې د یو تن ډاکټر ژوند د لاسه ورکړی او د یوې ښځې په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې چاودنې د جلال آباد د پنځمې او دریمې ناحیو په سیمو کې شوي دي.
د فرید خان په وینا لومړۍ چاودنه د جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې په سیمه کې د یو کور د دروازې په مخ کې د ځای په ځای شوي بم له کبله رامنځته شوې ده .
پدې چاودنه کې یو تن ټپي شوی دی.
همداشان دویمه چاودنه بیا د ښار د دریمې ناحیې په سیمه کې په یوې ښځینه ډاکټرې شوې ده چې په نتیجه کې د صدف په نامه ډاکټرې ژوند د لاسه ورکړی او یو تن ماشوم ټپي شوی دی.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په جلال آباد ښار کې په ځانګړې توګه پر ښځینه کارکوونکو خونړي بریدونه کیږي .
دوه ورځې مخکې د ننګرهار ولایت د یوه سیمه ایزو تلویزیون پر ښځینه کارکوونکو وسله وال بریدونه شوي وو چې په نتیجه کې درې تنه ښځینه کارکوونکې وژل شوې وې.