په کابل کې دریمه چاودنه وشوه
په کابل کې دریمه چاودنه وشوه
1587188
د افغانستان په پلازمینه کابل کې دریمه چاودنه هم رامنځته شوه.
د ویلو ده چې دا چاودنه د کابل د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د شهید په څلور لارې کې رامنځته شوې ده .
د کابل پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د لسو بجو او ۲۰ دقیقو په شاوخوا کې دهبوري سیمې د شهید په څلور لارې کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې دا چاودنه د وحدت پل ترڅنګ شوې ده . چاودنه په رینجر ډوله موتر شوې ده .
د ویلو ده چې نن سهار هم په کابل کې دوه چاودنې شوې چې په نتیجه کې ۲ تنه مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي وو.