په زابل او کندوز کې ۱۱ تنه امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی

په زابل او کندوز کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۱ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی

1583722
په زابل او کندوز کې ۱۱ تنه امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی

د افغانستان د زابل په ولایت کې د طالبانو لخوا او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د زابل د امنیې قومندان حکمت الله کوچي ویلي دي چې د زابل ولایت د مرکز د پل سنګي په سیمه کې د پولیسو پر پوستې ډله ایز برید شوی چې وروسته نښته شوې ده.

په نښته کې ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان پدې برید نښته کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سیمه کې عملیات دوام لري. طالبانو د پيښې په اړه څه ندي ویلي.

د بله پلوه د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې هم د طالبانو په برید کې ۷ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی.

د کندوز ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي خالدین حکیمي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د امام صیب په ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو په یوې پوستې برید کړی چې په نتیجه کې ۸ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.



اړوند خبرونه