د افغانستان د دفاع د وزیر موټر چلوونکی په خپل کور کې ووژل شو
د افغانستان د دفاع د وزیر ډرایور د خپل زوی سره یو ځای په خپل کور کې ووژل شو
1583034
د افغانستان د ملي دفاع وزیر موټر چلوونکی او زوی يي په خپل کور کې ووژل شول.
د کابل پولیسو ویلي دي چې د دفاع وزارت یو تن افسر محمد افضل د خپل پنځه کلن زوی سره یو ځای په خپل کور کې په ډزو وژل شوي دي.
دا پيښه تیره شپه د کابل د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د څلورم مکرورویانو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بله پلوه امنیتي سرچینو ویلي دي چې وژل شوی افسر محمد افضل د دفاع وزیر اسدالله خالد د نږدې کسانو نه وو او د هغه د موټر چلوونکی وو.
پداسې حال کې چې د هغه د وژل کیدو لامل او عاملین تر اوسه پورې معلوم ندي خو د کابل پولیسو ویلي دي په لوی ګمان چې دا پیښه د شخصي دښمنۍ په نتیجه کې رامنځته شوي وي. د افغانستان د دفاع وزارت بیا د نوموړې پښې په اړه څه ندي ویلي.