د افغانستان  کندوز ولایت کې د پاڅونوالو پر پوستو خونړي بریدونه شوي دي.

په کندوز کې ۱۶ تنه پاڅونوالو ژوند د لاسه ورکړی

1577812
د افغانستان  کندوز ولایت کې د پاڅونوالو پر پوستو خونړي بریدونه شوي دي.

 

د کندوز ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د خان آباد په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۱۶ تنو پاڅونوالو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د ۱۱ نیمو بجو په شاوخوا کې دا برید کړی دی. هغه ویلي دي چې دا برید د طالبانو د سرې قطعې لخوا شوی دی.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د طالبانو لخوا د پاڅونوالو پر پوستو د بریدونو نه وروسته نښته رامنځته شوې ده چې پدې نښته کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي دي.

د بله پلوه ویل کیږي په سیمه کې د سیمه ایزو پاڅونوالو د یوې پوستې د سقوط نه هم خبر ورکړ شوی دی.

د ویلو ده چې کندوز ولایت د افغانستان د ناامنو ولایتونو نه یو دی چې وخت طالبان پکې ډیر زیات فعاله دي.



اړوند خبرونه