په کابل کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس ووژل شو
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د رئیس پر موټر خونړۍ چاودنه شوې
1575500
په افغانستان کې د هدفي وژنو په لړ کې دا ځل د جمعیت اصلاح مشر ووژل شو
په کابل کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا او چارواکیو پر موټر چاودنه شوې .
د کابل پولیسو ویلي دي چې نن سې شنبه د فبروري دویمه نیټه د سهار د اته نیمو بجو په شاوخوا کې د سلیم کاروان په سیمه کې په یو فرونر ډوله موټر نښلول شوی مقناطیسي بم وچاودید.
دا چاودنه د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د رئیس پر موټر وشوه. د کابل پولیسو ویلي دي چې پدې چاودنه کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس محمد عاطف او یو تن بل چارواکي په ګډون دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
پداسې حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی طالبانو دا برید غندلی دی.
طالبانو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا پر رئیس محمد عاطف باندې ترسره شوی دا برید غندلی دی.