په کندهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست اړوند د موټر پر ورکشاپ ډله ایز برید پایته ورسید
د افغانستان په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د نقلیه وسایطو پر ورکشاپ ډله ایز برید پایته ورسید.
1564824
د کندهار ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د دامان په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د نقلیه وسایطو پر ورکشاپ ډله ایز برید وشو.
ترهګرو لومړی ځانمرګی برید وکړ او وروسته ورکشاپ ته ننوتل او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.
نښتې د څو ساعته جګړې نه وروسته د ټولو ۴ واړو بریدګرو د وژل کیدو سره پایته ورسیده.
د کندهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې چاودنه او نښته کې ۴ تنه برید کوونکي وژل شوي او یو تن د ملي امنیت سرتیري ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
چاودنې او نښتې د ځاني زیانونو سربیره مالي زیانونه هم رامنځته کړي دي.
د ویلو ده چې نن د سهار په ساغتونو کې په کابل او بغلان کې هم پر پولیسو چاودنې وشوې چې په نتیجه کې ګن شمیر پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.