په ننګرهار کې د ملي امنیت پر منسوبینو وسله وال برید شوی
په جلال آباد کې د ملي امنیت پر منسوبینو خونړی برید شوی
1547253
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ملي امنیت پر منسوبینو وسله وال برید شوی دی.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته وویل چې نن د غرمې نه وروسته د جلال آباد ښار د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنیت پر منسوبینو وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی خو دا لا معلومه نده چې دا برید د چا لخوا شوی دی.
برید د ناپیژاندو برید کوونکو لخوا شوی دی.