په بغلان او ارزګان کې پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه شوي

په بغلان او ارزګان کې ۱۸ تنو افغان ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی

1546519
په بغلان او ارزګان کې پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه شوي

د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۱۳ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بغلان ولایت سیمه ایزو مقاماتو نن چارشنبه د دسمبر ۱۶ مه نیټه خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۱۳ تنو سرتیرو ژوند لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تیره شپه د پلخمري ښار د وزیر آباد او نیازالله په سیمو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د بله پلوه د افغانستان په ارزګان ولایت  کې هم پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي دي.

د ارزګان ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د دهراوود په ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې په نتیجه کې پنځو تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی  او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې د برید نه وروسته په رامنځته شوې نښته کې ۱۷ تنه طالب اورپکي هم وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وژل شوو یو طالب ډلمشر هم وژل شوی دی. بعضو سرچینو پدې نښتو کې ۱۳ تنو امنیتي ځواکونو د وژل کیدو ادعاء کړې خو ویاند بیا دا ادعاء رد کړې ده .

همداشان د دهراوود ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د مرستیال د وژل کیدو ادعاء هم شوې ده خو ویاند دا ادعاء هم رد کړې ده .

ځینو رسنیو د دهراوود ولسوالۍ د سقوط په اړه هم خبرونه نشر کړي دي خو ویاند دا خبر هم په کلکه توګه رد کړی دی.

د بله پلوه د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم  د دهراوود ولسوالۍ د سقوط ادعا‌ء په کلکه توګه رد کړې او ویلي دي چې دهراوود ولسوالۍ د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده .



اړوند خبرونه