په تالقان کې پر مدرسې هوايي برید شوی

د افغانستان په تخار ولایت کې په هوايي برید کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

1513625
په تالقان کې پر مدرسې هوايي برید شوی

 

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د افغانستان په شمال ختیځ کې په تخار ولایت کې په یوې مدرسې هوايي برید شوی چې په نتیجه کې ۱۲ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي دا برید په تیروتنه کې شوی دی.

د تخار ولایت چارواکیو منلې ده چې دا برید په تیروتنه کې ترسره شوی دی.

برید د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ اړوند د هزاره قرلق په سیمه کې شوی دی.

د ویلو ده چې دوه شپې مخکې طالبانو د تخار ولایت د بهارک په ولسوالۍ کې د مسجد سفید په سیمه کې پر افغانستان ځواکونو خونړی برید کړی وو چې په نتیجه کې څه باندې ۴۰ تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی وو. پدې برید کې د تخار د امنیت امر نواندیش د ځینو نورو قومندانانو سره  هم ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه