په تخار کې په لسګونو تنه افغان ځواکونه وژل شوي دي

د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو خونړۍ برید شوی دی.

1513188
په تخار کې په لسګونو تنه افغان ځواکونه وژل شوي دي

 

د کابل نه زمونږ همکار ویلي دي چې طالبانو سرې قطعې تیره شپه د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ د مسجد سفید په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په نتیجه کې نږدې ۴۰ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان پدې برید کې د تخار ولایت د امنیت امر رضا محمد دوراندیش او د ځينو نورو ولسوالیو د پولیسو مشرانو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه طالبانو د بهارک په ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې وروسته نښته وشوه.

پدې نښته کې د تخار د امنیت امر دوراندیش په ګډون ځینو قومندانانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې پدې نښته کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اړول شوې ده .

د نښتې نه وروسته سیمې ته تازه دمې ځواکونه استول شوي دي.

د بله پلوه د افغانستان په لویديځ کې د نیمروز ولایت د کانګ په ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د امنیې د قومندان پر موټرو بمي برید شوی چې په نتیجه کې د امنیې قومندان په ګډون ۱۱ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه