په کندوز ولایت کې د ملي امنیت د ریاست دننه چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې د کندور ولایت د ملي امنیت په ریاست کې چاودنه شوې ده .
1511165
د کندوز ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې د نن یکشنبه د اکتوبر ۱۷ مه د کندوز ولایت د ملي امنیت ریاست د مرستیال پر موټر د مقناطیسي بم د چاودنې له امله ۴ تنه ټپیان شوي دي.
چاودنه د امنیت ریاست په دننه کې شوې ده . په چاودنه کې د ملي امنیت د مرستیال موټر چلوونکی ، دوه ساتونکي او یو تن هم کارکوونکی ټپیان شوي دي.
د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
د بله پلوه طالبانو تیره شپه په امام صیب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې په نتیجه کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.