په غور ولایت کې چاودنه شوې

د غور ولایت په مرکز کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې

1510357
په غور ولایت کې چاودنه شوې

د افغانستان په غور ولایت کې چاودنې ګن شمیر ملکي وګړي ووژل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل چې نن جمعه د اکتوبر ۱۶ مه د غور ولایت د مرکز فیروز کوه د بلال په سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۶ تنه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

آرین ویلي دي چې دا ماین د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی وو.

طالبانو د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي.


پيوندونه: #چاودنه , #غور

اړوند خبرونه