کندهار کې چاودنه شوې
په کندهار کې پر پولیسو چاودنه شوې
1507946
د افغانستان د کندهار په ولایت کې چاودنه شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کندهار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د تیري هډې په سیمه کې پر پولیسو چاودنه شوې.
هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې یو تن پولیس مړ او یو تن پولیس او ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
چاودنه په سیمه کې د ځای په ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده .