په ګردیز ښار کې د عامه محافظت پر قطعی ډله ایز برید شوی
په ګردیز ښار کې درنده چاودنه شوې
د افغانستان د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د عامه محافظت پر قطعې ډله ایز برید شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نن سه شبنه د سپټمبر لومړۍ نیټه د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې په ګردیز ښار کې د عامه محافظت پر قطعې د موټر پرمټ شوی دی.
کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د موټر بم د برید نه وروسته دوو تنو نورو ترهګرو چې قطعې ته د ننوتو هڅه کوله د پولیسو لخوا له خپو غورځول شوي دي.
د بله پلوه د پکتیا ولایت پولیسو د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې پدې برید کې پدې برید کې ۳ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا پولیسو دي چې نن د سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې د عامه محافظت د قطعې په مخکې لومړی د موټر بم چاودنه وشوه او وروسته نورو ترهګرو چې غوښتل قطعې ته داخل شي د پولیسو سره په نښته کې ښکیل شول.
پولیسو دوه تنه برید کوونکي مخکې ددینه چې قطعې ته داخل شي له خپو وغورل .
عیني شاهدانو ویلي دي چې د برید کوونکو او پولیسو ترمنځه نښتې نږدې لس دقیقې دوام پيدا کړ چې وروسته سیمه د پولیسو تر کنټرول لاندې راغله.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې برید ددوې لخوا شوی دی او ګن شمیر افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده .