په غور ولایت کې چاودنه شوې

په غور ولایت کې چاودنې پنځه تنه ووژل

1476241
په غور ولایت کې چاودنه شوې

د افغانستان په غور ولایت کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د غور ولایت د والي ویاند عارف عابر خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې نن پنجشبنه د زمري ۳۰ مه نیټه د غور ولایت د دولتیار په ولسوالۍ کې د بادګاه په سیمه کې د ملکي‌ وګړو د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنه وشوه.

هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې پنځه تنه ملکي‌ وګړي‌ مړه او درې تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

ټپیان سمدلاسه په سیمه کې نږدې روغتونونو ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه