په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د څانګې قاضي القضات ووژل شو.
په افغانستان کې د داعش یو ډیر مهم مشر ووژل شو
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د څانګې قاضي القضات عبدالله اورکزی د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یو.
ملي امنیت ریاست ویلي دي چې عبدالله اورکزی په افغانستان کې د یو زیات بشري ضد کړنو او احکامو په صادولو تورن وو.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د سیمه ایزو او نړۍوالو ترهګریزو شبکو د مشرانو د نیولو او لمنځه وړولو د عملیاتو په چوکاټ کې داځل د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د څانګې مهم مشر او قاضي القضات عبدالله اورکزی د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړ.
په بیان کې راغلي دي چې عبدالله اورکزی د قاضي القضات سربیره په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو مرستیال هم وو.
همداشان هغه د ننګرهار ولایت د اچین او نازیانو په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې د جګړې مشري په غاړه درلوده. د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي د ننګرهار په محبس د برید طرحه او پلان هم عبدالله اورکزي جوړ کړی وو.